د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور نن د ربیع الاول د میاشتې پر لومړۍ نېټه ددې خيريه ملي ټولنې د ولایتي مجامع د ریاست له مسئولینو سره د کارونو د لا ښه والي په موخه ناسته وکړه.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته په کارونو کې د نوښت راوستلو، ښه والي او بشرپالو خدمتونو کې پر پراختیا ټينګار وکړ.
نوموړي د اړمنو او بې وزلو هېوادوالو لاسنیوی او د دوى سره مرسته کول د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ یې څرګند کړ.