‏د افغاني سرې مياشتې د ځانګړې اونۍ پرانيسته د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۹:۳۳
خبرونه

‏د افغاني سرې مياشتې د ځانګړې اونۍ پرانيسته د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

سه شنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانيست غونډه ددې خیريه ملي ټولنې د سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال، د افغانستان اسلامـ.ـ.ـ.ـي اِمـ.ـ.ـ.ـ.ـارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې سرپرست، د کابل ولايت والي، د علومو اکاډمۍ مرستيال،  د ټولګټو چارو وزارت مرستیال، د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار، د پاسپورټ لوى رياست رئيس، او ګڼو نورو امارتي او غیر امارتي ادارو مسئولینو، د مرستندویه بنسټونو استازو، کاري شریکانو، د مرکزي ریاست د بېلابېلو څانګو رئیسانو، آمرینو، کارکوونکو او رضاکارانو  په شتون کې ترسره شوه.
غونډه چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په پيل کې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا ملاتړیز پیغام ګډونوالو ته واوروه، چې پکې له دې خیريه ملي ټولنې د ملاتړ ترڅنګ له مرستندویه بنسټونو، خيرپاله هېوادوالو او افغان سوداګرو غوښتل شوي وو، څو د افغاني سرې میاشتې له فعالیتونو مالي ملاتړ وکړي.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ګډونوالو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې وویل: " که قراني احکامو او نبوي لارښوونو ته ځیر شو، وبه وینو چې د بې وزلو او اړمنو وګړو پر لاسنیوي بار بار ټینګار شوی، افغاني سرې میاشتې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د نورو بشرپالو خدماتو ترڅنګ یې له تېرو څلو کلونو راهيسې د سوري زړه پر رنځ د اخته ناروغو ماشومانو درملنه پیل کړې، مونږ له نړيوالو کاري شريکانو او خيرپاله هېوادوالو هيله کوو څو دې برخه کې د افغاني سرې مياشتې مالي ملاتړ وکړي."
همدا ډول د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي هم غونډې ته په خپله وینا کې وویل: " افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو، طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی او زیانمن شوي هېوادوال پراخ لاسنیوي ته اړتیا لري، د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ یو فرصت دی، چې له لارې شتمن هېوادوال کولی شي د اړمنو، پېښځپلو او راسنتېدونکو کډوالو لاسنیوی وکړي، نوموړي له ټولو مرستندویه بنسټونو او خیرپاله هېوادوالو مننه وکړه، مننه وکړه، چې تل یې د افغاني سرې میاشتې له لارې د اړمنو او ناچاره هېوادوالو خدمت کړی.
غونډه د اختتامیې دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.
https://whatsapp.com/channel/0029VaRpinU11ulQIRqo7917

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۶:۴۷
Background image

د سرې میاشتې مرستیال د رضاکارانو ظرفیت لوړونې په موخه د ډنمارک سره صلیب له مسؤول سره وکتل

یکشنبه، ۱۶ جمادي الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن مرکزي دفتر کې د ډنمارک سره صلیب د ملي ټولنو د پراختیا له سلاکار ښاغلي یعقوب سره د رضاکارانو د ظرفیت لوړونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۶:۴۰
Background image

د افغاني سرې میاشتې، آی‌سي‌ارسي او د ډنمارک سره صلیب ترمنځ د بې‌سرپرسته مېرمنو د ملاتړ په موخه درې‌اړخیزه ناسته وشوه

یکشنبه، ۱۶ جمادي الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، په افغانستان کې د آی سي آر سي د مسؤولې آغلې کترینا ریټز او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۹:۱۵
Background image

کونړ کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه

شنبه، ۱۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړني ملاتړ او بشري خواخوږۍ په موخه پنځلس میلیونه او اووه سوه پنځوس زره (۱۵. . .

BACK TO NEWS