۹۵۵۸۳۱ بېوﺯله وګړو ته د افغاني سرې میاشتې له لورې روغتیایې چوپړتیاوې وړاندې کول!

Website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۹:۲۶
۹۵۵۸۳۱ بېوﺯله وګړو ته د افغاني سرې میاشتې له لورې روغتیایې چوپړتیاوې وړاندې کول!

د افغاني سرې میاشتې اړوند د روغتیایې خدماتو ریاست له لورې په تیرو پېنځو میاشتو کې د هېواد په کچه؛ ۹۵۵۸۳۱ ناروغانو ته د لومړنیو مرستو، OPD، واکسین، MCH، ډریسنګ، معاينات، خوارځواکۍ او ولادت ترڅنګ دسوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو ته هم په وړيا ډول روغتیایې چوپړتیاوې ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې یاد ریاست په ټول هیواد کې ۴۶ ثابت اساسي کلینکونه، ۱ جامع روغتیایې کلینک، ۶۱ ګرځنده روغتیایې کلینکونه،۲۸ فرعي روغتیایې کلینکونه، ۳۶ د کتلوي معافیت پروژې، ۴۰ روغتیایې کیمپونه او د ټولنې په کچه د لومړنیو مرستو رضاکاره ټیمونه لري، چې بیوزله هیوادوالو ته په وړيا ډول روغتیایې خدمات وړاندې کوي.

 

۹۵۵۸۳۱ بېوﺯله وګړو ته د افغاني سرې میاشتې له لورې روغتیایې چوپړتیاوې وړاندې کول!

 

۹۵۵۸۳۱ بېوﺯله وګړو ته د افغاني سرې میاشتې له لورې روغتیایې چوپړتیاوې وړاندې کول!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۲۱:۴۰
Background image

نورستان !

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې ۵۲ زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه. یاده مرسته کې ټولټال ۳۱۲ کمپلې، ۵۲ ترپالونه، د پخلنځي د لوښو ۵۲بستې، ۶۲۴ کلچې صابون، ۵۲. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۲۱:۱۹
Background image

ننګرهار!

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ سیدان عربي کلي کې د باران له امله د یو کور د چت راپرېوتو پېښې سرې میاشتې ته مسؤلیت راجع کړ، چې بېړنی ګام پورته کړي او د زیانمنې کورنۍ لاسنیوی وکړي، ځکه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۱:۵۱
Background image

پکتیکا!

افغاني سرې میاشتې له لورې پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ تشنکى او شېرو راغه سيمو کې د ۵۰ کورونو د ترمیم سروې پيل او د کورونو د جوړولو نقطې په GPS سیستم په نښه شوې. چې د یادې سروې تر بشپړیدو. . .

BACK TO NEWS