کونړ کې له ۶۶ زلزله ځپلو کورنیو سره د لمریزې برښنا اړوند توکو مرسته وشوه
جمعه، ۳ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې له ۶۶ زیانمنو شوو کورنیو سره هغوی ته د برښنايي اسانتياوو د برابرولو په موخه د لمریزې برښنا اړوند ۷ قلمه توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته یو باد پکی، سولري تخته، بطرۍ، کنټرولر، لس متره برقي تار، ۳ بوتله تېزاب او یو څراغ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په یاد پنډغالي کې پر ۳۶۰ زلزله ځپلو کورنیو د لمریزې برښنا اړوند توکو مرسته وېشل شوې وه.
