کونړ کې د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ ۱۷۵ کورنیو نږدې ۲۷ ټنه خوراکي مرسته ترلاسه کړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۹:۳۳
کونړ کې د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ ۱۷۵ کورنیو نږدې ۲۷ ټنه خوراکي مرسته ترلاسه کړه

سې شنبه، ۱۶ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند په مزار دره کې له ۱۷۵ زلزله ځپلو کورنیو سره ۲۶.۸۶۲ ټنه خوراکي مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۵۳.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۸ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه او ۵ پاکټه بیسکټ پکې شامل وو.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته یوه د روغتیا ساتنې بسته هم ورکړل شوه.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به یادې کورنۍ وکولی شي، څو خپلو ورځنیو اړتیاوو ته په منظمه توګه رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۷۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۱۰۷ ټنه خوراکي مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال، د هېوادوالو د خدمت، ژغورنې او لاسنیوي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۹:۳۳
Background image

کندهار؛ د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او روغتیايي خدمتونو پر پراختیا خبرې وشوې

شنبه، ۱۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندهار زون له رئیس او یو شمېر نړیوالو کاري شریکانو سره د بشري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۸:۶
Background image

لوګر؛ ۸۰ رضاکارانو ته د رواني ملاتړ او روغتیا ساتنې اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په نمایندګۍ کې د رواني ملاتړ او روغتیا ساتنې په اړه اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

دغه ورکشاپ، چې د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

BACK TO NEWS