کونړ؛ عمومي رئیس د زلزله ځپلو وضعیت له نږدې و ارزاوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۲۰
کونړ؛ عمومي رئیس د زلزله ځپلو وضعیت له نږدې و ارزاوه

شنبه، ۲۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور، تېر ماښام ناوخته د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره له  جوړ شوو دوو پنډغالو  لیدنه وکړه او د زیانمنو شوو کورنیو وضعیت یې له نږدې و ارزاوه.
ښاغلي دلاور د پنډغالو مسئولینو ته د مؤثرو او بېړنیو اقداماتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د زیانمنو شوو کورنیو اړتیاوو ته باید ژر او پر وخت رسېدنه وشي.
نوموړي وویل: افغاني سره میاشت د ولس د خدمت لپاره یوه خیرپاله ټولنه ده، چې خپل ټول شته امکانات به د هغو زیانمنو وګړو لپاره وکاروي، چې د وروستۍ زلزلې له امله یې د کورنۍ غړي او کورونه له لاسه ورکړي دي او له دوی څخه به خپلې هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي دلاور زیاته کړه: افغاني سره میاشت د خپل بشري رسالت پر بنسټ د تعهد، اخلاص او ایماندارۍ له مخې عمل کوي او تر هغو به د اغېزمنو کورنیو خدمت کوي، څو  وضعیت بېرته عادي حالت ته را وګرځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS