کونړ؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۶:۴۹
کونړ؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

سې شنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نماینده‌ګۍ کې ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر سرلیک لاندې د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. 
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د پېښو پر مهال د مؤثر غبرګون او د زیانمنو د ژغورنې ترڅنګ د بېړنیو حالاتو پر وخت د نغدو پیسو د لېږد معیاري کړنلارو، د اړمنو د تشخیص او د شفافیت د تأمین په اړه نظري او عملي روزنه هم ورکړل شوه، څو وکولی شي په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې پر وخت، مسلکي او اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۹:۲۸
Background image

بادغیس کې ۴۰۰ راستنو شوو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت په مرکز قلعه‌ نو ښار کې ۴۰۰ راستنو شويو کډوالو کورنيو ته غیر خوراکي بشري مرستې ووېشل شوې.

د مرستو له مخې هرې کورنۍ ته ۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۸:۴۷
Background image

پروان کې د ورښتونو له امله زیانمنو کورنیو ته د سرپناه او لومړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سرخ‌ پاسا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وروستیو ورښتونو له امله له دوو زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ غير خوراکي مرسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۸:۸
Background image

د افغاني سرې مياشتې په همغږۍ، پکتیکا کې ۴۰۰ داخلي بېځايه شويو کورنیو سره مرسته کېږي

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له مشر ښاغلي فابرس واند پوت او په. . .

BACK TO NEWS