کندهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د روغتیا ساتنې توکي وویشل شول!
نن د چهارشنبې په ورخ د ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د رمضان المبارک پر ۱۹مه نېټه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ ۶۰۰ بې ځایه شویو، بېوزلو او زیانمنو کورنیو ته حفظ الصحه توکو بستې وویشل شوې.
په یادو بستو کې هرې کورنۍ ته سطل، د اوبو بوشکې، جان پاکونه، د ځان وینځلو صابونونه، د کالیو وینځلو صابونونه، د غاښونو کریمونه او برسونه، شامپو او ګڼ نور توکي وویشل شول.