د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص ژوندلیک

مولوي مطیع الحق خالص د ستر جهادي رهبر مولوي محمد یونس خالص رحمه الله زوی دی، چې په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په نکړخېلو کلي کې یې په یوه جهادي، روڼ اندې او علم پروره کورنۍ کې سترګې غړولي. د ښاغلي مولوي مطیع الحق پلار ارواښاد مولوي محمد یونس خالص رحمه الله د افغانستان بارز، اغېزمن او د نړۍ په کچه ستر علمي او جهادي شخصیت و، چې کلونه کلونه یې د شوروي او امریکا د یرغلونو پر وړاندې د کلمة الله د لوړاوي په موخه جهادي مبارزه کړې.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص خپلې لومړنۍ زده کړې او روزنه له خپل پلار او دوه مهربانو ترونو (محترم مولوي محمد یوسف او مولوي محمد اسحاق محق رحمهما الله) څخه پیل کړې. منځنۍ زده کړې یې هم په خپل کلي کې ترسره کړې. نوموړی په افغانستان کې د کمونستانو له کودتا وروسته ګاونډي هېواد پاکستان ته کډوال شو او خپلې پاتې لوړې زده کړې یې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې وکړې. مولوي مطیع الحق خالص د لیسانس سند د سعودي عربستان له مدینې منورې پوهنتون څخه په ۱۳۶۵ لمریز کال کې، چې له ۱۴۰۸ سپوږمیز او ۱۹۸۸ زېږدیز کال سره سمون خوري؛ ترلاسه کړی او په اسلامي څېړنو کې د ماسټرۍ سند یې د پاکستان په لاهور ښار کې د پنجاب له پوهنتونه ترلاسه کړی.

نوموړی په ۱۴۰۸ سپوږمیز کال کې، چې له ۱۳۶۵ لمریز کال سره سمون خوري؛ د پاکستان په پېښور ښار کې په شمشتو کمپ کې په الهجرة والجهاد مدرسه کې استاد پاتې شوی او د افغانستان د اسلامي حزب د جهادي تنظیم له لوري له بهرنیو موسسو سره د زده کړو او روزنې په برخه کې د اړیکو مسوول هم پاتې شوی؛ خو دا چې له جهاد او مبارزې سره یې مینه ډېره وه او په یوه جهادپاله کورنۍ کې را لوی شوی و، نو ځکه یې کله هم د جهاد صف پرېنښود او د کمونستانو او د هغوی د متحدینو پر وړاندې یې له مجاهدینو سره اوږه په اوږه د جهاد په لومړۍ لیکه کې د اسلام، دین او مجاهدینو تر بریالیتوب پورې مبارزه وکړه.

محترم مولوي مطیع الحق خالص پر خپلو لوړو زده کړو سربېره په ۵۵ کلنۍ کې قران عظیم الشان هم حفظ کړی او په ۱۹۹۰ او ۱۹۹۱ زېږدیزو کلونو کې یې، چې له ۱۳۶۹ او ۱۳۷۰ لمریزو کلونو سره سمون خوري؛ د احادیثو ستره دوره د خیبر پښتونخوا په امدادالعلوم مدرسه کې ترسره کړه. نوموړی پر خپله مورنۍ پښتو ژبه سربېره په دري، عربي او اردو ژبو هم روانې خبرې کولی شي.

مولوي مطیع الحق خالص په ۱۳۷۲ لمریز کال کې، چې له ۱۴۱۲ سپوږمیز کال سره سمون خوري؛ د افغانستان د اسلامي دولت د قیام په موده کې د ننګرهار ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست مرستیال پاتې شوی.

د امریکا له لوري د افغانستان له ښکېل کولو وروسته یې د خپل پلار پل تعقیب کړ او له امریکا سره یې په جهاد پیل وکړ. په دې لاره کې یې د مجاهدینو په ترغیب او تشویق کې څرګند رول ترسره کړ او نظامي او مطبوعاتي مسوولیتونه یې پر غاړه لرل. د امریکا او د امریکا د متحدینو پر ضد له نظامي مبارزې وروسته په ۲۰۱۹زېږدیز کال کې، چې له ۱۳۹۸ لمریز کال سره سمون خوري؛ قطر کې له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د مذاکراتي پلاوي غړی وټاکل شو. همدا مهال په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له حکومت سره د افغانستان د اسلامي امارت د مذاکراتي پلاوي غړی وټاکل شو.

محترم مولوي مطیع الحق خالص په ۲۶/۲/۱۴۴۳ سپوږمیزه نېټه، چې له ۱۲/۷/۱۴۰۰ لمریزې نېټې سره سمون خوري؛ د امیرالمومنین شیخ هبة الله اخندزاده د ۲۴ ج ۱ ګڼه فرمان پر بنسټ د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس په توګه وټاکل شو، چې تر دا مهاله د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس په توګه په بشرپالو خدمتونو کې مهم رول ترسره کوي.