کندهار کې ۵۹ پېښځپلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وشوه!
کندهار ولایت کې نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي په ۱۶مه د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۹ بارانونو او سېلابونو ځپلو هغو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې کورونه یې په تېرو څو ورځو کې سیلاب یا باران نړولي وو.
په دې توکو کې شپږ ژمنۍ کمپلې، یو ترپال، د کوچنیانو او سړیو کوټونه، پټو، ښځینه ټیکری، د ماشومانو او لویانو بوټونه، جرابې دستکشې، د پخلي دیګونه، قابونه او کاشوغې شامل دي.