کندهار ولایت کې ۳۰۰ کورنیو ته د روغتیا ساتنې توکي ووېشل شول!
دوشنبه د روان ۱۴۴۳ کال د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ ماکیان، حاجي شیراکا، فوټه کیان،اکاخیل او آخندزاده کليو ۶۰۰ سروې شویو اړمنو او بې کسه کورنیو له ډلې ۳۰۰ هغو ته د (ایکو) سازمان په مالي مرسته د (واش) پروژې ترچتر لاندې د روغتیا ساتنې توکي ووېشل شول.
په یادو مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۵ قلمه توکي، چې پکې
۱ بیک، ۱ سطل، ۲ د اوبو بوشکې ، ۵ ځان پاکونه ، ۱۰ کلچې ډیټول صابون، ۷ کلچې د کالیو وینځلو صابون، د غاښو کریمونه او برسونه ، ۲ بوتله شامپو، یوه صابون داني، یو تملود، ۲ بستې پمپر، ۲ متره ټوکر او یوه د مالوماتو پاڼه شامل وو.
د یادونې وړ ده، چې پاتې ۳۰۰ کورنیو ته به یاده مرسته د روژې مبارکې میاشتې پر ۱۸ نېټه ووېشل شي.