کندهار؛ پر ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ۷.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د جګړو له امله پر ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ۷.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاده مرسته د زیانمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د جګړو او طبیعي پېښو له امله له زیانمنو کورنیو سره د بېړنیو بشري مرستو رسولو او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
