کندهار؛ د روژې د رارسېدو په مناسبت پر ۷۵۰ اړمنو کورنیو ۸۷ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۴۶
kh

شنبه، ۱۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري، کندهار کې پر ۷۵۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د روژې د را رسېدو په مناسبت ۸۷.۳۷۵ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې په آلمان هېواد کې د یوه مېشت افغان تاجر له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۱۶.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای او نخود شامل وو.
تمه ده، یاده مرسته به د روژې په میاشت کې د یادو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو په پوره کولو سره د هغوی ستونزې راکمې کړي.
افغاني سره میاشت د خپلو بنسټیزو اصولو په رڼا کې تل هڅه کوي؛ څو د پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لاسنیوي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS