کندز کې ۵۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
دوشنبه د روان ۱۴۴۳ کال د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کندز ولایت د مرکز اړوند سیمو ۵۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د اپیل پروژې مرسته شوي توکي ووېشل شول.
په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو چای، ۲ کیلو مالګه، ۵ کیلو بوره او قوطی bp5 بیسکېټ شامل وو.