کندز ولایت کې ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!
سه شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۳ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کندز ولایت دشتي ارچي ولسوالۍ وچکالۍ ځپلیو، بې سرپرسته او اړمنو ۱۰۰۰ سروې شویو کورنیو له ډلې ۵۰۰ کو نیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د اپیل پروژې له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وريژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو چای، ۲ کیلو مالګه، ۵ کیلو بوره او یو قوطی BP5 بېسکېټ شامل وو.
د یادونې وړ ده، چې پاتې ۵۰۰ کورنیو ته به نن چهارشنبه یاده مرسته ووېشل شي.
