کاپیسا!
په هېواد کې د ریښتینو اړمنو او پېښځپلو د موندلو په موخه سروې تر سره کول یوه جدي اړتیا ده. افغاني سرې میاشتې نن د صفر د میاشتې پر ٢٥ مه، د کاپیسا ولایت د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ اړوند سیمو کې د خپلو کارکوونکو او رضاکارانو په مټ د ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو پیل کړې سروې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله، چې په نیږدې راتلونکي کې به ورسره اړينه مرسته وشي.


