کاپیسا
د رضاکارانو ظرفیت لوړونه د افغاني سرې میاشتې ستر هدف دى، په همدې تړاو نن د جمادی الاولی په ۳مه د افغاني سرې میاشتې له لورې په کاپیسا ولایت کې ۲۵ تنه رضاکارانو ته د افغاني سرې میاشتې او سور صلیب نړیوالې کمیټې پیژندنې عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې دوه ورځنى ورکشاپ پیل شو.