کاپیسا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

نن دوشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۴ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ د دوهمې حصې ۵۰۰ اړمنو، بېځایه شویو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د آلمان د سولې کلي مؤسسې له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو دال، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود، ۱ کیلو مالګه، ۵ کیلو بوره او یوه کیلو شین چای شامل وو.

