کابل!

افغاني سره میاشت د هېواد په هغو سیمو کې چې وګړي یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري؛ د ګرځنده روغتیایي کلینیکونو له لارې خدمات ترسره کول یو اغېزمن ګام بولي. د همدې موخې لپاره یې د کابل نمایندګۍ ګرځند روغتیایي ټیم نن دوشنبه د صفر میاشتې پر ۲۵مه د یاد ولایت موسهي ولسوالۍ د الوخېلو او عبدالروف خېلو کلیو هغو لرو پرتو سیمو ته ورغلی، چې وګړې یې په لويه کچه بې وزله او روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري. یاد ګرځند روغتیایي ټیم اړمنو ته د وړیا درملو د ورکړې ترڅنګ؛ اړینې روغتیایي لارښوونې او مشورې هم ورکوي،چې په ترڅ کې یې له تېرو دوه اونیو راهیسې ۶۳۲ تنه ناروغانو ته په وړیا توګه درمل او روغتیایي مشورې ورکړې دي.