کابل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۵:۳۲
کابل!

نن د جمادي الثاني پر ۲۶مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۴۷۴۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې ویش د پلازمېنې کابل د بېلابېلو سیمو ۵۵۰ اړمنو کورنیو ته د مرستې پر ویش پیل شو. د یادې مرستې له ویش وړاندې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې د اسلامي همکاریو د سازمان د همغږۍ او ملک سلمان خیریه بنسټ مننه وکړه، چې د تېر کال په دوام یې یوځل بیا د افغانستان بېوزلو وګړو ته مرسته راولېږله نوموړي وویل، چې د افغاني سرې میاشتې په خدماتو کې قوم، ژبه، توکم او سیمه کوم ځای نه لري او هر اړمن یې له مرستو برخمن کیدای شي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې افغاني سره میاشت به د اسلامي همکاریو له سازمان او ملک سلمان خیریه بنسټ سره په همغږۍ د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۴۷۴۰۰ اړمنو کورنیو ته د روان ژمي له پای ته رسیدو وړاندې وویشي. نوموړي وویل، چې په نېږدې شپو کې به د څو نورو هېوادونو مرستې هم افغاني سرې میاشتې ته راورسېږي، چې افغاني سره میاشت به یې په پوره شفافیت اړمنو ته وویشي. ورپسې افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دوکتور محمد سعید العیاش په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري په همغږو شویو مرستو کې د کورنیو د اړتیا وړ خوراکي توکي شتون لري، چې د یوې کورنۍ اړتیا پوره کولی شي. نوموړي وویل، چې یاده پیل شوې مرسته به ۲۸۴۰۰۰ وګړو ته ورسېږي. د نوموړي پر وینا یاده ۲۹۳۸ ټنه مرسته د افغانستان په بازارونو کې اخیستل شوې، چې هرې کورنۍ ته به ۶۲ کیلو خوراکي توکي ورکول شي، چې په کې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو وریژې او ۲ کیلو خرما شامل دي.

 

کابل!

 

کابل!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS