کابل ولايت کې څه باندي ١٨٥٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

کابل ولايت کې څه باندي ١٨٥٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د کابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٥٨٣٧ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٧٦٨ تنو ټپیانو پانسمان، ٤٥٩٦ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٤٥٠٤ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٩٧٢ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ١١٥٣ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٦٧١ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.