کابل؛ د مالي محاسبې او مالي لارښود ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۲۷
K

چهارشنبه، ۲ جمادى الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، په افغانستان کې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د ختیځ، شمال‌ لوېدیځ مرکزي او سوېل‌ ختیځ سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو د مالي او عوایدو ۲۶ تنو مدیرانو ته د «مالي محاسبې او مالي لارښود» تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ورکشاپ د پای مراسمو پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن مالي برخه د یوې ادارې د ملا تیر وبلله او ویې ویل چې د مالي چارو سم مدیریت د ادارې د جوړښت، پرمختګ او فعالیتونو د اغېزمنتیا لپاره مهم رول لري.

نوموړي د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل، چې د دغه روزنیز پروګرام په بشپړېدو سره یې د خپلو مسلکي وړتیاوو او کاري مهارتونو د لوړولو په برخه کې مهم ګام اخیستی دی، هغه ټینګار وکړ چې د تخصص او مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا د ورځنيو چارو په اغېزمن ډول ترسره کولو کې مهمه ده.

ښاغلي حافظ عزیزالرحمن له ګډونوالو وغوښتل چې له ترلاسه کړو زده‌ کړو او تجربو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې اغېزمنه ګټه واخلي، خپلې دندې پر وخت، منظمې او مسلکي ډول ترسره کړي او له ځنډ او بې‌ پامۍ ډډه وکړي.

دغه ۱۵ ورځنی ورکشاپ د مالي او عوایدو مدیرانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د مالي محاسبې د اصولو د پیاوړتیا او د مالي لارښود د سم تطبیق په موخه جوړ شوی و.

 ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پاى ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۲:۲۶
Background image

کندهار؛ ۲۰ رواني ناروغان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

چهارشنبه، ۲ جمادی الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کندهار زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۲۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.

افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

کابل؛ ننګرهار او کونړ نماینده ګيو د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناستې وشوې

چهارشنبه، ۲ جمادى لأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ننګرهار اوکونړ ولایتونو په نمایندګيو کې څوکیدارانو ته د اتاقونو، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې او مالي لارښود ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲ جمادى الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، په افغانستان کې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د ختیځ، شمال‌ لوېدیځ مرکزي او سوېل‌ ختیځ سیمه‌ ییزو زونونو او. . .

BACK TO NEWS