کابل؛ د ستونزو د مدیریت ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۵
K

شنبه، ۱۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د رواني سلاکارانو او ډاکټرانو لپاره د ستونزو د مدیریت په برخه کې ۱۲ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ ترسره کېږي، چې په کې ۳۴ تنه ښځینه او نارینه روغتیايي کارکوونکي ګډون لري.

د ورکشاپ په لړ کې به ګډونوالو ته د رواني فشارونو د پېژندنې، د ورځنیو ستونزو د اغېزمن مدیریت، د بحراني حالاتو پر مهال د مؤثر غبرګون او د مراجعینو د ستونزو د حل عملي لارې چارې ور زده شي.

تمه ده چې د ورکشاپ له پای ته رسېدو وروسته به ګډونوال وکولای شي د رواني سلاکارۍ، د فشارونو او د ورځنیو ستونزو د مدیریت په برخه کې اغېزمن او معیاري خدمتونه په خپلو کاري ساحو کې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۹:۳۸
Background image

کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي زده کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دې ادارې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځینه زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۷:۴۳
Background image

دایکندي کې سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د دایکندي ولایت د خدیر او میرامور ولسوالیو هغو ۲ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱۹
Background image

د نورستان او پکتیا د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د موټرو د کرایې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱٧ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د نورستان او پکتیا ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

پ. . .

BACK TO NEWS