پروان؛ پر ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د انامک په کلي کې پر ۲۰۰ هغو اړمنو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ وې، د مرستو د لومړي پړاو په ترڅ کې ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته، چې د سره صلیب په ملاتړ چمتو شوې وه، له مخې یې هرې مېرمنې ۱۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
یاده مرسته د دغو مېرمنو او د هغوی د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د خوراکي ناامنۍ د اغېزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.
ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به هم یادو مېرمنو ته د همدې پروګرام په چوکاټ کې ورته نغدي مرستې ووېشل شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د بشري مرستو د پروګرامونو له لارې د اړمنو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو په مشرۍ د کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پر وخت پوره او د هغوی د ژوند د ستونزو په راکمولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
