کابل؛ د اسنادو او آرشیف، د پروژو د بودیجې او مصرفي ژورنال بستونو له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه
دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د پروژو د بودیجې مدير، د اسنادو او آرشیف مدير او مصرفي ژورنال مدير پر بستونو د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه، چې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظيم شوې وه، ۴۵ تنو نوماندانو په کې ګډون درلود، چې د بشپړ عدالت او شفافیت په پام کې نیولو سره به د تحریري ازموینې د پوښتن پاڼو تر کتلو او تقريري ازموینې وروسته مخکښ ګډونکوونکي په ګوته او وګمارل شي.
