کابل؛ د افغاني سرې میاشتې پنځه کلن ستراتیژیک پلان پرانیستل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۸:۱
K

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتیژیک پلان د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو، چې پکې د دې ادارې مشرتابه، داخلي مسؤولینو او نړیوالو کاري شریکانو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبد السلام ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د نوي ستراتیژیک پلان د ترتیب په بهیر کې یې د دې ادارې د رهبرۍ، کاري کمېټې او نړیوالو شریکانو د ګډو هڅو او همکاریو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور په خپله وینا کې د نوي ستراتیژیک پلان جوړېدل یو مهم او بنسټیز ګام وباله او ویې ویل، چې د دې پلان په عملي کېدو سره به د ادارې بشري خدمتونه لا پیاوړي، اغېزمن او پراخ شي.

نوموړي همدارنګه د کاري شریکانو او رضاکارانو رول د بریا اساسي برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې په ګډو هڅو سره به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې ستراتیژیک پلان د لومړیتوبونو د ټاکلو، د سرچینو د مؤثر مدیریت او د فعالیتونو د روښانه لوري ټاکلو لپاره بنسټیز اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه، چې د دې پلان تر څنګ د ۲۰۲۶–۲۰۲۸ کلونو درې کلن پراختیایي پلان هم ترتیب شوی، څو د ادارې فعالیتونه په منظم او همغږي ډول پر مخ ولاړ شي او د دواړو پلانونو هممهاله تطبیق به د خدمتونو اغېزمنتیا لا پیاوړې کړي.

همدا ډول نړیوالو کاري شریکانو هم د افغاني سرې میاشتې د نوي ستراتیژیک پلان ستاینه وکړه او هغه یې د بشري خدمتونو د لا منظم والي او پرمختګ لپاره یو مهم او بنسټیز ګام وباله. هغوی ټینګار وکړ، چې ستراتیژیک پلان د فعالیتونو د روښانه کولو، لومړیتوبونو ټاکلو او د خدماتو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.

نړیوالو شریکانو همدارنګه د خپلو دوامدارو همکاریو ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د یاد ستراتیژیک پلان په عملي کولو کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د اړمنو او زیانمنو خلکو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وشي.

ياده غونډه د ستراتیژیک پلان د جوړونې د کمېټې غړو ته د ستاینلیکونو په وېش سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۰
Background image

لغمان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لغمان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۱۷۰ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۸:۵۲
Background image

پروان؛ پر ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د انامک په کلي کې پر ۲۰۰ هغو اړمنو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ وې، د مرستو د لومړي پړاو په ترڅ کې ۲. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۷:۴۰
Background image

کابل؛ د اسنادو او آرشیف، د پروژو د بودیجې او مصرفي ژورنال بستونو له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه

دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د پروژو د بودیجې مدير، د اسنادو او آرشیف مدير او مصرفي ژورنال مدير پر بستونو د وړ او مسلکي. . .

BACK TO NEWS