کابل؛ د افغاني سرې میاشتې پنځه کلن ستراتیژیک پلان پرانیستل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۸:۱
K

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتیژیک پلان د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو، چې پکې د دې ادارې مشرتابه، داخلي مسؤولینو او نړیوالو کاري شریکانو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبد السلام ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د نوي ستراتیژیک پلان د ترتیب په بهیر کې یې د دې ادارې د رهبرۍ، کاري کمېټې او نړیوالو شریکانو د ګډو هڅو او همکاریو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور په خپله وینا کې د نوي ستراتیژیک پلان جوړېدل یو مهم او بنسټیز ګام وباله او ویې ویل، چې د دې پلان په عملي کېدو سره به د ادارې بشري خدمتونه لا پیاوړي، اغېزمن او پراخ شي.

نوموړي همدارنګه د کاري شریکانو او رضاکارانو رول د بریا اساسي برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې په ګډو هڅو سره به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې ستراتیژیک پلان د لومړیتوبونو د ټاکلو، د سرچینو د مؤثر مدیریت او د فعالیتونو د روښانه لوري ټاکلو لپاره بنسټیز اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه، چې د دې پلان تر څنګ د ۲۰۲۶–۲۰۲۸ کلونو درې کلن پراختیایي پلان هم ترتیب شوی، څو د ادارې فعالیتونه په منظم او همغږي ډول پر مخ ولاړ شي او د دواړو پلانونو هممهاله تطبیق به د خدمتونو اغېزمنتیا لا پیاوړې کړي.

همدا ډول نړیوالو کاري شریکانو هم د افغاني سرې میاشتې د نوي ستراتیژیک پلان ستاینه وکړه او هغه یې د بشري خدمتونو د لا منظم والي او پرمختګ لپاره یو مهم او بنسټیز ګام وباله. هغوی ټینګار وکړ، چې ستراتیژیک پلان د فعالیتونو د روښانه کولو، لومړیتوبونو ټاکلو او د خدماتو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.

نړیوالو شریکانو همدارنګه د خپلو دوامدارو همکاریو ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د یاد ستراتیژیک پلان په عملي کولو کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د اړمنو او زیانمنو خلکو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وشي.

ياده غونډه د ستراتیژیک پلان د جوړونې د کمېټې غړو ته د ستاینلیکونو په وېش سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۴۱
Background image

هرات؛ در یک ماه گذشته به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

پنج‌شنبه، ۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ 

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت هرات، به ۱۶۹۷۳ بیمار سراپا خدمات صحی از جمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۴:۳۸
Background image

کابل؛ ۲۱ خانواده عودت‌کننده از ۲۲۰ هزار و ۵۰۰ افغانی کمک نقدی بهره‌مند شدند

چهارشنبه، ۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

۲۱ خانواده مهاجر عودت‌کننده در ولسوالی سروبی ولایت کابل، از ۲۲۰ هزار و ۵۰۰ افغانی کمک نقدی هلال‌احمر افغانی بهره‌مند شدند.

این کمک با حمایت فدراسیون بین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۹:۳۹
Background image

کندهار؛ ۴ میلیون افغانی کمک نقدی به ۴۰۰ زن نیازمند توزیع شد

سه‌شنبه، ۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، در چهارمین مرحله کمک‌های نقدی به ۴۰۰ زن نیازمند در منطقه ناحیه نهم شهر کندهار، ۴ میلیون افغانی توزیع نمود.

این کمک که با حمایت کمیته بین. . .

BACK TO NEWS