کابل؛ د افغاني سرې میاشتې پر ۶۵۹۰ متر مربع ځمکه د ۱۵ کلنې پانګونې د داوطلبۍ ناسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۲
کابل؛ د افغاني سرې میاشتې پر ۶۵۹۰ متر مربع ځمکه د ۱۵ کلنې پانګونې د داوطلبۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲ شعبان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې له لوري پلازمېنه کابل کې د امیري او اریانا روغتونونو تر شا د دې ادارې اړوند پر ۶۵۹۰ متر مربع ځمکه د شرکتونو له لوري د ۱۵ کلونو پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
د داوطلبۍ ناسته کې، چې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري ترتیب شوې وه، ۳ ودانیزو شرکتونو ګډون درلود، چې د اسنادو تر ارزونې وروسته به پر یاده ځمکه د پانګونې قرارداد په شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۷:۴۱
Background image

هرات کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سروستان په کلي کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS