کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د انجینرۍ دوو بستونو لپاره تحریري ازموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۳:۴۴
K

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دوو بستونو (د ودانیو ډیزاین انجینر او د سروې او نقشه ‌بردارۍ انجینر) لپاره د وړ او مسلکي کسانو د ګومارنې په موخه له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، چې ۴۲ نوماندانو پکې ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده، چې د تحریري ازموینې د پایلو تر ارزونې او تقريري ازموینې وروسته به د شفافیت او عدالت له مخې وړ نوماندان پر یادو بستونو وګمارل شي.

افغاني سره میاشت د شفافو اداري پروسو او رقابتي ازموینو له لارې هڅه کوي د بېلابېلو مسلکي برخو لپاره وړ کادرونه جذب او خپل اداري ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۹
Background image

پکتیا؛ تېره يوه میاشت کې له ۹ زرو ډېر ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهارشنبه، ۱۹ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۹۱۳۱ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۵۵
Background image

کابل؛ د افغاني او مالیزیا سرو مياشتو ترمنځ د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو

دوشنبه، ۱٧ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د مالیزیا سرې میاشتې له مشرې، آغلې تونکو پوتري انتان سفیناز او د دې ادارې له یو شمېر نورو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

پروان؛ د څاه کیندلو پېښې د قرباني له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د څاه کیندلو پر مهال د یوې پېښې د قرباني له کورنۍ سره يوه اندازه نغدي مرسته وشوه.

یاد کس څه. . .

BACK TO NEWS