پکتیکا

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۰:۱۸
پکتیکا

د يخ ژمي په درشل کې نغدي مرسته!

شنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الاولی په ۲۳مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ کې ۶۱۴ زلزله ځپلو کورنيو ته د کورونو د ترمیم لپاره دويم قسط نغدي مرسته، چې ټولټال اته ملیونه شپږ لکه اتلس زره څلورسوه ( ۸۶۱۸۴۰۰) افغانۍ کیږي، ترسره شوه. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندی هم د افغاني سرې میاشتې له لورې په یاده ولسوالۍ کې ذکر شویو ۶۱۴ کورنیو سره ۲۸۶۷۲۰۰۰ افغانۍ نغدی مرسته ترسره شوې. همدارنګه د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې هم ۵۳۰ کورنیو ته د  ۲۲۵۷۴۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ویشل شوې.

 

پکتیکا

 

پکتیکا

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۵
Background image

کابل؛ د ستونزو د مدیریت ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۱۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د رواني سلاکارانو او ډاکټرانو لپاره د ستونزو د مدیریت په برخه کې ۱۲ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د ډنمارک سره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۴
Background image

ارزګان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ۱۵ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۷۰۷ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۱
Background image

نورستان؛ په کامدېش او برګمټال کې د جګړو له امله ۱۷ زره اغېزمنو کورنیو ته د مرستو وېش پای ته ورسېد

شنبه، ۱۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د جګړو له امله ۱۷ زره اغېزمنو کورنیو ته د بشري مرستو وېش نن بشپړ شو.

د ټاکل شوي پلان له مخې، په کامدېش ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS