پکتیکا؛ ۴۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴.۲ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ پیل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۲۹
P

دوشنبه، ١ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت، د سروبي او ارګون ولسوالیو ۴۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴.۲ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ پیل شوه.

د مرستې د وېش پر مهال، د افغاني سرې میاشتې د سویل ختیځ زون رئیس مولوي سید منهاج الدین هاشمي وویل: افغاني سره میاشت د جګړو له امله د بېځایه شویو کورنیو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کوي او تر دې مهاله یې په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې له ۱۰۷۰۰ کورنیو سره نږدې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کړې او ۱۰۰ نورو کورنیو ته یې خېمې او د کور وسایل وېشلي دي.

همدا راز، د پکتیکا د ولایتي څانګې رئیس مولوي عارف الله حامد وویل، چې نن ورځ د سروبي او ارګون ولسوالیو ۴۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ ۴.۲ میلیونه افغانۍ وېشل کېږي، چې هره کورنۍ به ۱۰۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري په پکتیکا کې ۲۹۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۴.۸ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې او په نږدې راتلونکي کې به په برمل او تروو ولسوالیو کې ۵۰۰ کورنیو ته د نغدي مرستې ترڅنګ ۱۰۰ کورنیو ته خېمې هم ووېشل شي.

افغاني سره میاشت د پېښو او ناورینونو له امله د زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو لاسنیوی خپل بشري مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي د بېړنیو مرستو له لارې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS