پکتیکا؛ له ٨٠ ‎بېوزلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۲۲
پکتیکا؛ له ٨٠ ‎بېوزلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۲۹ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري پکتیکا ولایت کې له ۸۰ بېرونيو مشمولینو ( بېوزلو او سوالګرو) کورنیو سره د مياشتنۍ نغدي مرستې او راتلونکي کې له سوال کولو د مخنيوي په موخه درې سوه او څلور اویا زره (۳۷۴،۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.
په مرسته کې د کورنيو د غړو شمېر ته په کتو  ځينو کورنيو ته ۵۰۰۰،  ځينو ته ۴۰۰۰ او يو شمېر کورنيو ته ۲۰۰۰ افغانۍ د بانکي حسابونو له لارې حواله شوې.
د یادونې وړ ده، چې افغاني سره میاشت په مياشتني ډول، دې کورنیو ته د جوړو شوو بانکي حسابونو له لارې په دوامداره توګه نغدي مرستې ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS