پکتیکا؛ د ګرځنده روغتیايي ټیم د ام ډي ډاکتر بست لپاره له ۱۸ روغتياپالانو ازموینه واخیستل شوه
دوشنبه، ۲۲ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ د ګرځنده روغتیايي ټیم د ام ډي ډاکتر بست لپاره د وړ او مسلکي کادر د ګمارلو په موخه له ۱۸ ډاکترانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه، چې ۱۸ روغتياپالانو پکې ګډون کړی و.
ټاکل شوې چې د تحریري ازموینې د پاڼو له ارزونې او د تقريري ازموینې له ترسره کېدو وروسته، د ازموینو د پایلو پر بنسټ وړ نوماند د روڼتیا او عدالت له مخې په ګوته او پر یاد بست وګمارل شي.
افغاني سره میاشت د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا او د وړ او مسلکي کادرونو د جذب په موخه د آزادې سیالۍ له لارې د استخدام پروسه پر مخ وړي.
