پکتیکا؛ افغاني سرې میاشتې پر اړمنو کورنیو ٣٧ نیم میليونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله
دوشنبه، ۳ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو پر ۱۵۰۰ اړمنو، بېوزله، بېځایه شوو، معیوبینو او بې سرپرسته کورنیو، اووه دېرش میلیونه او پنځه سوه زره (۳۷،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د نړیوال سره صلیب په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
ددې نغدي مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره او تر یو اندازې اقتصادي ستونزې حل شي.
