پکتیا
د جمادی الاولی په ۹ مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتيا ولایت مرکز ګرديز شاوخوا بېلابېلو کليو کې ۳۰۰ سيلاب ځپلو کورنيو ته د ۲۷۰۰۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه. چې هرې کورنۍ ته په کې ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړ شوې. باید وویل شي چې د افغاني سرې میاشتې له لورې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له دې مخکې هم نغدي مرستې ترسره شوي.