پکتیا:
د محرم الحرام پر ۲۰مه د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز او زرمت ولسوالۍ ۱۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰کیلو اوړه،۵ لیتره غوړي،۱بسته خوراکي توکي،۱کمپله،۵پاکټه مکروني،۱جوړ بوټان،۴کیلو چای او ۱پاکټ مالګه شامل وو.