پکتیا!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۲۰:۴۵
پکتیا!

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د هېواد په کچه په لسګونه ګرځنده روغتیایي ټيمونه لري چې د هېواد لرې پرتو سیمو کې بېوﺯلو وګړو ته په وړيا ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي. . همدارنګه يي ۱۲۸ ټپیانو ته لازم روغتيايي خدمات او پانسمان او ۲۰۰ تنو ته زرقیات تطبيق کړي دي. پکتیا  ولایت د سرې میاشتې نمایندګۍ ګرځنده روغتیایي ټيم، د میاشتني کاري پلان له مخې په ۲۰ ورځو کې، د زرمت ولسوالۍ اړوند دولت خان، ملایان، سکوي، پاینده خیل، زرغون ښار، سلیمانځي او سپین رګی کلیو کې ۱۲۲۶ ناروغان په وړيا ډول تداوي او درملنه کړې. د یاد ګرځنده روغتیایي ټيم  قابلې هم ۵۶ تنو مېرمنو ته روغتيايي خدمات ترسره کړي او په وړیا ډول يي درمل هم ورکړي. د یادونې وړ ده چې یاد ټيم د یوې میاشتې په ترڅ کې ۵۵۵ تنو ته د روغتيا اړوند عامه پوهاوى هم ترسره کړى.

 

پکتیا!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS