په پروان ولایت کې ښځينه زده کونکو ته د روغتیايي کيټونو وېش !
د روان ۱۴۰۰هجري لمريز کال د لړم د میاشتې پر ۳۰مه نېټه د پروان ولایت د چاريکار ښار د لیلا صراحت د لېسې ۵۰۰ تنه ښځينه زده کونکو ته ۵۰۰ روغتیايي کېټونه د یاد ولایت د سرې میاشتې څانګې له خوا د ټاکل شوي هیات او د شمال لويديز مرکزي زون د لومړنیو روغتیايي مرستو مدیر ښاغلي دستګير فرهنګ په شتون کې ووېشل شول.