په وردګو کې له 400 کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د وردګو څانګې له لوري د روان 1399 لمریز کال د مرغومي پر 12 او 13 نېټه، د یاد ولایت په دایمیر داد ولسوالۍ کې له 400 اړمنو او سیلابځپلیو کورنیو سره د اووه قلم خوراکي توکو:(وریژو، غوړیو، لوبیا، چایو، بورې، مالګې او بسکویټو) مرسته وشوه.