په لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رضاکارانو ته د کویید١٩ په اړه د پوهاوي ورکشاپونه!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رضاکارانو ته د لوګر ولایت په خوښۍ، محمدآغې او مرکز پول علم کې د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي یوه ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شو چې لسګونه رضاګارانو پکې ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې یاد ورکشاپونه د پکتیا ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې هم دایر شوی وو، ترڅو له کویید١٩ څخه د ځان او ټولنې په ژغورنه کې رغنده ونډه واخلي.