په بېړنیو حالاتو کې د اغېزمنو نشراتو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۱۹
په بېړنیو حالاتو کې د اغېزمنو نشراتو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ جمادی الأخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سیمه‌ ییزو زونونو او د ولایتي نماینده ګیو د نشراتو مدیرانو لپاره په بېړنیو حالاتو کې د خبر لیکنې او ویډیو اخیستنې په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د دې ټولنې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام په شتون کې پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن ګډونوالو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته ټینګار وکړ، چې د نشراتو مديران باید د بېړنیو حالاتو پر مهال د معلوماتو راټولول، تنظیم او خپرول په مسلکي توګه ترسره کړي، څو د ادارې فعالیتونه د خلکو او اړوندو بنسټونو ترمنځ په روښانه او اغېزمن ډول منعکس شي.
همدارنګه د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د رسنیو له لارې د دقیقو او باوري راپورونو خپرول د سرې میاشتې له مهمو مسؤولیتونو څخه وبلل. هغه وویل، چې د ولایتونو د نشراتو مدیران باید د بېړنیو حالاتو د پوښښ پر مهال د خوندیتوب اصول، مسلکي معیارونه او لازمه همغږي مراعت کړي، ځکه د سمو معلوماتو خپرول د خلکو د باور د لوړولو او د مرستو د همغږۍ د پیاوړتیا لامل ګرځي.
د یادونې وړ ده چې په دې دوه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د خبر لیکنې، انځور اخیستنې، ویډیو ثبتولو او د بېړني وضعیت د پوښښ اړوند مهمو برخو په اړه هر اړخیز او مسلکي معلومات ورکول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS