پنجشېر او بامیانو کې پر ۶۰۰ بېوزلو او راستنو شوو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۴۶
cxzasdf

چهارشنبه، ۱۲ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په پنجشېر کې پر ۳۰۰ بېوزلو کورنیو او په بامیانو کې پر ۳۰۰ بېوزلو او راستنو شوو کډوالو کورنیو په ټوله کې ۵۳.۴ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د بېوزلۍ د کچې را کمولو په موخه ترسره شوه، هرې کورنۍ ته ۸۹ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، نخود، مکروني، روب او خُرما په کې شامله وه.
همدا راز، هرې کورنۍ ته د روغتیا ساتنې په موخه ۳ چکۍ د لاس مینځلو صابون هم ورکړل شو.
تمه ده، چې دغه مرسته د یادو کورنیو لپاره د لنډمهاله خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS