پروان ولايت کې ۵۹۲۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
پروان ولايت کې ۵۹۲۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د پروان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۲۴۲۸ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۸۲ تنو ټپیانو پانسمان، ۶۸۵ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۱۴۵۹ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۵۰۵ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۵۵۶ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۲۱۱ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.