هلمند
د يخ ژمي په درشل کې د بېوﺯلو لاسنيوى! نن چهارشنبه د جمادی الاولی په ۲۷مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړونده بېلابېلو کلیو کې، ۲۵۰ سروې شویو وچکالۍ ځپلو کورنیو ته؛ ۲۵ لکه افغانۍ، چې هرې کورنۍ ته په کې ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورسېدې، نغدي مرسته وویشل شوه.