هلمند ولايت کې ۱۴۷۸۸ تنو ته روغتیایي خدمات!

هلمند ولايت کې ۱۴۷۸۸ تنو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۶۵۰۵ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۱۵۹ تنو ټپیانو پانسمان، ۳۰۰۴ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۳۹۴۸ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۷۶۷ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۵۹ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۲۴۶ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.