هلمند؛ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره څه له پاسه ۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

دوشنبه، ۸ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ له ۱۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره په ټولیزه توګه ۹.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۹۳ کیلو خوراکي توکي، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای او مالګه شامله وه؛ ورکړل شول.
همدا راز پر یادو کورنیو، چې څه موده وړاندې د ځان بسیاینې په موخه غواګانې وېشل شوې وې، چې د هغو د ښې پالنې په موخه پر هرې کورنۍ ۵۶۰ کیلو خوراکه هم ووېشل شوه.