هرات!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۴:۵۸
هرات!

افغاني سره میاشت د کاري لومړیتوب پر بنسټ وتوانیده د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو سیمو ته په بیړه ځان ورسوي او د زیانمنو لاسنیوی وکړي. افغاني سره میاشت دا مهال د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او روغتیاپالو ٣٢ ټیمونه لري، چې له یادو ٣٢ ټیمونو د ژغورنې ٥ ټیمونه په کوشکک، ٥ په سیاه آب، ٦ په نایب رفیع او ٥ په چاه ازادي سیمو کې فعالیت ترسره کوي. همدا ډول له یادو ٣٢ ټیمونو ٣ روغتیایي ټیمونه په کوشکک، ٣ په نایب رفیع، ٣ په سیاه آب، ١ په چاه ازادي او یو هم په رباط سنګي ولسوالۍ کې فعالیت ترسره کوي سیمه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري څلور کمپونه هم جوړ شوي، چې په کې د بې کوره شویو وګړو د میشت کولو ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې د خدماتو ټیمونه هم ځای پر ځای شوي؛ ترڅو پر زیانمنو وګړو خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشي او روغتیایي خدمات وکړي.

kk

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

کونړ کې پر بزګرانو ۲۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله پر ۱۰۰۰ زیانمنو شوو بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۵۹
Background image

کونړ کې له ۱۷۷ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسواليو پر ١٧٧ هغو مېرمنو، یو میلیون، اته سوه اته پنځوس زره او پنځه سوه (۱،۸۵۸،۵۰۰) افغانۍ نغدي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۴۹
Background image

پروان کې څه باندې ٢۵۰۰ ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

پنجشنبه، ٨ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٤٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS