هرات!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د همغږۍ او جلب په موخه د سیمې لپاره د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ له مسؤل الیګزاند میتو او افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې له مسؤل فرید ضیاء سره په هرات ولایت کې ناسته ترسره کړه ناسته کې چې په کې د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ مسؤل نیسیفوړ مګندي هم ګډون درلود؛ ژمنه وشوه، چې په ګډه به زلزله ځپلو سیمو ته له بهرنیو مرستندویو بنسټونو مرستې راجلبوي او د زلزله ځپلو په لاسنیوي کې به پراخ ګډ خدمات ترسره کوي.

