هرات!
روغتیا ته پاملرنه د افغاني سرې میاشتې په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري. په همدې تړاو افغاني سرې میاشتې نن دوشنبه د صفر د میاشتې پر ۲۵مه، دا ځل د هرات ولایت د انجیل او کرخ ولسوالیو په ۱۳ ښوونځیو کې ۱۵۶ ښوونکو او زده کوونکو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو یو ورځني ورکشاپونه پیل کړل. د یادونې وړ ده، چې په یادو ورکشاپونو کې به ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو وړاندې کولو ترڅنګ؛ د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو، رضاکارۍ او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په برخه کې هم معلومات ورکړل شي.