هرات کې د پاکو اوبو او روغتیایي خوندیتوب پنځه ورځني روزنيز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۸:۳۲
vcxfd

شنبه، ۱۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په ملا اسفند کلي کې ۳۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو، د ساري ناروغیو د خپرېدو کنټرول، د اوبو د پاکوالي پر لارو چارو او سالمې کارونې په اړه پنځه ورځني ۳ ښوونیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل.
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیایي 
مرستو د بنسټیزو مهارتونو، د بېړنیو حالاتو پر مهال د خوندي چلند طریقو، د ساري ناروغۍ پېژندنې، د مخنیوي پر تګلارو او د اوبو په سالم ډول کارولو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول، څو وکولی شي په خپلو سیمو کې له ناروغیو څخه د خلکو د ساتنې او د روغتیا په برخه کې اغېزمن نقش ادا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

ميدان وردګ؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ١٣ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو د نغدي مرستو وېش پيل شو

دوشنبه، ۱۲ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ځاځي میدان، علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

خوست؛ څه باندې٢٧۵۰۰ تنو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٦٢٤٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS